د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» د دفاع وزارت له لوري د امنیتي ځواکونو د مسلکيکولو په برخه کې بېساری پرمختګ شوی دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې د یو کال په موده کې ۱۸۱ زره او ۸۴ تنه امنیتي ځواکونه روزل شوي، چې دا د ملي امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
د هغه په وینا، د همدې پروګرامونو په ترڅ کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس د امنیتي، جنايي، سرحدي، لوژستیکي او نورو تخصصي برخو کې له مسلکي روزنې وروسته فارغ شوي دي.

