سياېناېن په یوه راپور کې لیکلي، چې په ایران کې روان لاریونونه د دې نښه ده چې ټولنه هڅه کوي خپله مدني فضا او شخصي ازادۍ بېرته ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، د ایران ۸۶ کلن رهبر علي خامنهای د هممهالو بحرانونو پر وړاندې د نوو ستراتېژیکو پرېکړو له کولو عاجز ښکاري او لا هم پر پخوانیو لارو تکیه کوي.
سياېناېن زیاتوي، چې دا ټولنیزې نارضایتۍ هغه مهال راڅرګندې شوې دي چې د ایران اقتصاد د سخت انفلاسیون، د برېښنا پرې کېدو، بېکارۍ او د وروستیو څلوېښتو کلونو تر ټولو سختې وچکالۍ لاندې دی.
راپور همدارنګه وایي، چې په حاکم نظام کې د پرېکړې نیولو ستونزه رامنځته شوې او بهرنۍ تګلاره هم له ستونزو سره مخ ده؛ خو خامنهای لا هم د لوېدیځ له شرطونو سره هر ډول خبرې ردوي.

