سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهرویټرز:المان کې غلو د بانک دیوال سوری کړی او ۱۰ میلیونه یورو...

رویټرز:المان کې غلو د بانک دیوال سوری کړی او ۱۰ میلیونه یورو یې غلا کړي دي

رویټرز د المان د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې د کریسمس رخصتیو په وخت کې په آلمان کې غلو د گلزن‌کیرشن ښار یوه بانک ته د دیوال سوري کولو له لارې ننوتي.

د پولیسو په خبره، دغه غلو له څو زره صندوقونو څخه ۱۰ میلیونه یورو نغدې پیسې او قیمتي توکي غلا کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، لسګونه خفه مشتریان د بانک مخې ته راټول شوي او بانک ته د دننه کېدو غوښتنه کوي.

پولیسو ویلي چې د دغه غلو د نېولو هڅې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here