ایراف ته سرچینو ویلي، چې په تهران کې د افغان پوځي قومندان اکرامالدین سریع د ترور په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي دي.
نوموړی تېره اوونۍ له یوه بل افغان سره یو ځای د تهران د ولیعصر ښارګوټي په سیمه کې په وسلهوال برید کې وژل شوی و.
د راپور له مخې، نامعلومو کسانو پر هغه موټر ډزې کړې وې چې اکرامالدین سریع او د افغانستان د پولیسو پخوانی قومندان محمدامین الماس پکې سپاره وو.
الماس ځای په ځای وژل شوی و او جنرال سریع بیا په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د دې پېښې څېړنې روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو د طالبانو حکومت مخالفینو دغه ډله د برید مسووله بللې ده.

