د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د کابل د پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې سږ کال به په کابل کې د ښاروالۍ لهخوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي شي.
هغه زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې یې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او ګټېاخېستنې ته یې سپارلي دي.
حنفي دغه راز ویلي، چې د جویشیر پر لور د نوي پُل جوړول پیل شوي، چې د ټرافیکي ګڼېګوڼې کمولو او د خلکو د تګراتګ د اسانتیا لپاره مهمه پروژه ده.

