سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:کابل کې د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د هوايي...

د طالبانو حکومت:کابل کې د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د هوايي پل جوړولو چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ښار ولایت‌مقام ته څېرمه د موټرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د یوه هوايي پل د جوړېدو کارونه رسماً پیل شول.

د یاد پل پر جوړولو به ۴۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې د دې هوايي پل د جوړېدو چارې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به د کابل ښار په یادې سیمې کې د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمېدو او تګ راتګ د ښه‌والي سبب شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here