سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانمسعود پزشکیان:د ولسي ستونزو د حل لپاره د لاریون کوونکو له استازو...

مسعود پزشکیان:د ولسي ستونزو د حل لپاره د لاریون کوونکو له استازو سره دې خبرې وشي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې د ده ورځنۍ اندېښنه ده او حکومت د پولي ثبات د ټینګښت او د بانکي نظام د اصلاح لپاره عملي ګامونه اخلي.

هغه د کورنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې چې د لاریون کوونکو له استازو سره خبرې وکړي او د هغوی غوښتنې واوري.

بل لور ته، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، ولسي اندېښنو ته باید په مسوولانه ډول غوږ ونیول شي، خو خبرداری یې ورکړی چې ځینې ډلې هڅه کوي لاریونونه ګډوډ او تاوتریخوالي ته واړوي.

د یادونې ده چې دغه لاریونونه په یو شمېر ښارونو کې لا هم روان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here