سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهایران، امریکا او اسراییل ته په اشارې:که دښمنانو مو دا ځل د...

ایران، امریکا او اسراییل ته په اشارې:که دښمنانو مو دا ځل د برید تېروتنه وکړه؛ نو سخت ځواب به ورکړو

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د یوې خپرې شوې بیانیې له لارې خبرداری ورکړی، چې که د ایران د دښمنانو له لوري هر ډول تېروتنه بیا تکرار شي؛ نو تهران به تر پخوا ډېر قوي، سخت او زیان‌اړونکی ځواب ورکړي.

په دې بیانیه کې راغلي، چې سره له دې چې د دښمنانو له‌خوا ګواښونه، فشارونه او رواني جګړه روانه ده؛ خو د ایران وسله‌وال ځواکونه په بشپړه توګه چمتووالي کې دي.

بیانیه کې ویل شوي چې ځواکونه به یې هېڅکله اجازه ورنه‌کړي چې د هېواد حاکمیت، ملي امنیت او د خلکو خوندیتوب ته زیان واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په حضور کې د ایران پروړاندې سخت دریځونه ښودلي او ویلي، که تهران خپل بالسټیک توغندیز یا اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، امریکا به له پوځي اقدام څخه ملاتړ وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here