د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د یو ورځنیو سیالیو په درجهبندۍ کې راشدخان د توپاچوونکو او عظمتالله عمرزي د الراونډرانو په نوملړ کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.
محمدنبي بیا د الراونډرانو په درجهبندۍ کې درېیم ځای لري.
د معلوماتو له مخې، راشدخان د ۷۱۰ نومرو په لرلو د غوره توپاچوونکو په سر کې دی، چې ورپسې جافر ارچر او کولدیپ یادو راغلي دي.
همدارنګه، د الراونډرانو په نوملړ کې سکندر رضا دویم مقام لري.

