سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛له ملګرو ملتونو سره د ۲ میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه

امریکا؛له ملګرو ملتونو سره د ۲ میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې متحده ایالاتو له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیارد ډالرو مرسته ژمنه کړې ده.

دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره وکارول شي؛ خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا ټولې بشري مرستې ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راکمې شوې دي، حال دا چې دا کچه تېر کال ۱۴،۱ میلیارد او په ۲۰۲۲ کې ۱۷،۲ میلیارد ډالره وه.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۲۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here