سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانایمل ولي‌خان:پاکستان همیشه د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پرته له شواهدو پر...

ایمل ولي‌خان:پاکستان همیشه د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پرته له شواهدو پر افغانستان اچوي

د ملي عوامي ګوند مشر، ایمل ولي‌خان، د پاکستان د پوځ له خوا پر افغانستان د بې‌اساسه تورونو د لګولو په اړه سختې نیوکې کړي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان هر ځل په خپل هېواد کې د امنیتي پېښو له پېښېدو وروسته، پرته له کومې پلټنې یا اسنادو، په بې‌ځايه توګه افغانستان تورنوي.

ایمل ولي‌خان همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د بد چلند غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنه به په پای کې د پاکستان لپاره ستره ستونزه جوړه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here