د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د کابل مسولینو د ستاینې په مراسمو کې ویلي چې د کور دننه او بیرون له هیواده که هر څوک د افغانستان او د افغانانو په تړاو منفي نظر لري؛ نو «اسلامي امارت» ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول خطر او مشکل ورته نه جوړېږي.
حقاني همدا رنګه د پاکستاني علماوو شورا او د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن څخه مننه کړې چې د افغانستان او افغانانو دپاره مثبت نظر وړاندې کوي.
هغه په کور دننه او بیرون جهتونو غږ کړی چې راشي او د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ثابت کړي.
نوموړي په ګاونډیو هیوادونو غږ کړی چې د افغانستان د بربادولو د هڅې پرځای دې د رغولو لار خپله کړي او په وینا یې چې د بربادۍ فکر د ښو پایلو مل نه دی.
هغه ویلي، چې دوی به په لنډ وخت کې د «لوی افغانستان» نقشه داسې جوړه کړي چې له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.

