د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په هلمند کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د «اسلامي نظام» ساتنه د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی.
نوموړي دا نظام د الله ځانګړی فضل بللی او ویلي چې چارې یې د شریعت له مخې پر مخ وړل کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو او د سیاسي ازادیو د نشتون له امله پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.

