سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانعلي‌رضا بیګ‌دلي هدایت‌الله بدري ته:ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او...

علي‌رضا بیګ‌دلي هدایت‌الله بدري ته:ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې پانګونې ته لېواله دي

د کابل لپاره د ایران سفیر علي‌رضا بیګ‌دلي د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې ویلي، چې ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر د افغانستان د کانونو شتمنې زیرمې د ایراني سوداګرو لپاره ښه فرصت بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here