د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه راپور ښيي، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې جدي شوی دی.
راپور زیاتوي چې اوس مهال له ۱۷ میلیونو زیات افغانان د شدید خوراکي کمښت له ګواښ سره مخ دي.
ډبلیو ایف پي”WFP” د اقتصادي ستونزو، لوړه بېروزګاري، د عایداتو کمښت او د بشري مرستو نشتوالی د دې وضعیت اصلي عوامل بولي او خبرداری ورکوي چې میلیونونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

