د دوبۍ حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د هرکلي لپاره به په دوبۍ او نورو اماراتو کې پراخې او بېسارې اورلوبې ترسره شي.
د چارواکو په وینا، یوازې په دوبۍ کې به د نوي کال په شپه شاوخوا ۴۰ بېلابېلو ځایونو کې رنګارنګ اورلوبې وشي.
د حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ برج خلیفه، دوبۍ فریم، ورلډ ټاپوګان او فېسټیول سټي به د نوي کال د جشن اصلي مرکزونه وي.
همدا رنګه د دوبۍ تر څنګ به په ابوظبي، شارجه او راسالخیمه کې هم له لسو څخه په زیاتو ځایونو کې د نوي کال اورلوبې ترسره شي، چې موخه یې خلکو او سیلانیانو ته د یادګار او خوندي جشن برابرول دي.

