د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور د جدي د شپږمې په مناسبت ویلي، پخواني شوروي اتحاد د «خلقیانو او پرچمیانو» په مرسته پر افغانستان یرغل وکړ، خو دا یرغل د افغانانو د دینپالنې او هېوادپالنې له امله د اشغالګرو لپاره په رسوا ماتې واوښت.
نوموړي ویلي، شوروي مشرتابه د افغانستان اشغال اسانه باله؛ خو د افغانانو د تاریخ او مزاج یې سمه ارزونه نه وه کړې، چې له نهو کلونو جګړې وروسته په سپکوالي او شرمېدلي مخ له افغانستانه وتښتېدل.
د هغه په وینا، دا د سره پوځ او شوروي امپراتورۍ په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړۍ ستره ماتې وه، چې ورسره د کمونیزم مفکوره هم د تاریخ کندې ته ولوېده.
هغه پر افغانانو غږ کړی چې د دې فاجعې کورني او بهرني لاملونه وڅېړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

