جاپان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، پرېکړه کړې چې په توکیو کې به خپل رسمي فعالیتونه د روان کال د جنورۍ له پای وروسته وځنډوي.
د سفارت د رسمي اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره تر سلا مشورو وروسته شوې ده.
سفارت ویلي چې د جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته به ټول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او قونسلي خدمات تر نامعلومې مودې پورې ودرول شي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې په جاپان کې د افغانستان ډیپلوماټیک استازولۍ لا هم د پخواني حکومت لهخوا ټاکل شوو سفیرانو او ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې ده.

