برېتانيايي ورځپاڼې The Sun راپور ورکړی چې يو افغان کډوال، چې له طالبانو څخه تر تېښتې وروسته برېتانيا کې پناه اخیستې، په ټيکټاک کې د خپلو ويډيوګانو له لارې د تحریک طالبان پاکستان لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، دغه افغان کډوال عزیزالرحمن ازره وال چې په ټیک کې له ۶۰ زره ډیر څارونکي لري د ټي ټي پي ستاینه او هغوې ته مالي بسپنې راټوي. تحریک طالبان پاکستان له ۲۰۱۱ کال راهيسې په برېتانيا کې ناقانونه بلل شوې ده.
نوموړي وروسته له نيوکو، د ياد ملاتړ اړوند ځينې ويډيوګانې له خپل ټیک ټاک څخه لیری کړي دي.
د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې د منع شويو ډلو ملاتړ يو جدي جرم دی او دا ډول کړنې د کډوالو د شړل کېدو لامل کېدای شي

