د پښتو موسیقۍ مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۷ کلنۍ په عمر ومړ.
نوموړی د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ اوسېدونکی و او د «شین منګی پر سر مازدیګر دی» سندرې له امله ډېر مشهور شو.
هغه تر ډېره په ودونو او خوښیو کې شوقي سندرې ویلې او له خلکو یې پیسې نه اخیستې.
ثاني عبیدالله جان له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د سرطان ناروغۍ سره لاساوګرېوان و او اقتصادي ستونزې یې هم لرلې.
له هغه څخه شپږ اولادونه پاتې شول.

