چینايي «اېمسيسي» کمپنۍ ویلي، چې د لوګر ولایت د مس عینک د ستر کان د استخراج پر مهال به د سیمې د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې لپاره ځانګړی پلان عملي کړي.
د یاد پلان جزییات د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریک شوي دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره د اېمسيسي کمپنۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ درې اړخیز ګډ کاري هوکړهلیک مهم بلل کېږي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه باید د تخنیکي اصولو له مخې ترسره شي.
له بلې خوا، د چینايي کمپنۍ مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تخنیکي ټیم سره به په نږدې همغږۍ خپلې چارې پر مخ یوسي، څو د مس عینک تاریخي ارزښتونه خوندي پاتې شي.

