د روسیې حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ د تېرېدو طرحه د مسکو لهخوا په جدي ډول ارزول کېږي او په دې تړاو تخنیکي او سیاسي سلا مشورې روانې دي.
د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک ویلي، چې دا نوې ترانزیټي پروژه د «نړیوال جنوب» د نښلولو په چوکاټ کې طرحه شوې او موخه یې دا ده، چې روسیه د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د ترانسپورتي اړیکو یوه نوې او بدیله لاره ومومي.
د نوموړي په وینا، روسیه د دې سترې پروژې د بنسټیزو تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې برخه اخلي او روسي متخصصین د رېلپټلۍ د مسیر، امکاناتو او عملي کېدو د ارزونې په برخه کې کار کوي.
د الکسي اوورچوک په باور، د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ جوړېدل به نه یوازې د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ بهیر چټک کړي، بلکې د روسیې لپاره به د «نړیوال جنوب» بازارونو ته د لاسرسي نوې اقتصادي لارې هم پرانیزي.

