د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان له نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر په نیمروز، بلخ، ننګرهار، میدان وردګ، جوزجان، پکتیکا، لوګر او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د دغه وزارت په وروستي اوونیز راپور کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ۷۰ قضیو د حل یادونه هم شوې ده، چې پکې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث او طلاق قضیې شاملې دي.
د یادونې ده چې دې وزارت تر دې مخکې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

