د طالبانو حکومت وایي، د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې دا تړون نن د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د فطرت په خبره، د یادې پروژې لګښت شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
نوموړي ویلي، چې په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوشتېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوو سبسټېشنونو او دوو توزیعي شبکو جوړول شامل دي.
هغه دغه راز ویلي، چې د پروژې له بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

