د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له خوا یوې غونډې کې د طالبانو حکومت پر هغو محدودیتونو انتقاد شوی چې د نجونو د زدهکړو مخه نیسي.
د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ د علماوو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د نجونو له زدهکړو منع کول په اسلام کې هیڅ توجیه نه لري.

علماوو د طالبانو له حکومت غوښتي چې ښوونځي او نهادونه سمدستي د نجونو پر مخ پرانیزي، ځکه زدهکړه د نارینهوو او ښځو دواړو لپاره یوه دیني فریضه ده او د نجونو د زدهکړو محدودیتونه افغانستان او راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي.

