چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په یو وسله‌وال برید کې څلور پولیس ځای پر ځای وژل...

خیبر پښتونخوا؛په یو وسله‌وال برید کې څلور پولیس ځای پر ځای وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په ګُرګُري سیمه کې د وسله‌والو په برید کې څلور پولیس سرتېري وژل شوي دي.

سرچینو ویلي، یاد پولیس د تېلو او ګازو د کمپنۍ د امنیت پر دنده بوخت وو چې ناڅاپي برید پرې شوی او د برید پر مهال د پولیسو موټر هم اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دوه ورځې وړاندې همدې سیمې ته نږدې د طالبانو یو ځایي قومندان، چې کلیم نومېده، په یوه هدفي برید کې وژل شوی و.

تر دې دمه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here