د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د علماوو په یوې غونډه کې له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو او دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
د غونډې په ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خراب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوې او پر دې ټینګار شوی چې ښه ګاونډیتوب، د یو بل د حاکمیت درناوی او د سولې هڅې باید د دوهاړخیزو اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره وشي.

