چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهد ملګرو ملتونو له بندیز سربېره؛د پاکستان او لیبیا ترمنځ د میلیاردونو...

د ملګرو ملتونو له بندیز سربېره؛د پاکستان او لیبیا ترمنځ د میلیاردونو ډالرو پټه هوکړه افشا شوې

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د لیبیا له ملي پوځ سره د څه باندې ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پېر هوکړه کړې ده.

د راپور له مخې، دا هوکړه د بنغازي ښار کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر او د لیبیا د ملي اردو د قومندان صدام خلیفه حفتر ترمنځ شوې ده.

که څه هم د لیبیا ملي پوځ دا هوکړه تایید کړې؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پر لیبیا د امنیتي بې ثباتیو او کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره د وسلو د پېر بندیز لګولی او د پاکستان دا هوکړه ښايي نړیوال غبرګونونه را وپاروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here