چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانعبدالکریم خرم:د آریانا سینما نړول د کابل تاریخي هویت ته دروند زیان...

عبدالکریم خرم:د آریانا سینما نړول د کابل تاریخي هویت ته دروند زیان دی او د ښار تاریخي حافظه له منځه وړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د کابل د تاریخي سینماګانو د نړولو پر ضد غبرګون کې ویلي، چې د ښارونو هویت د هغوی له تاریخي او فرهنګي ودانیو سره تړلی دی.

ښاغلي خُرم ویلي، تر دې مخکې سینما پارک ونړول شو او اوس د آریانا سینما د تخریب خبره مطرح ده، چې دا چاره د ښار تاریخي حافظه له منځه وړي.

خرم ټینګار کړی چې سینما هنر او فرهنګي ارزښت لري او د اریانا سینما عمر د ځینو هېوادونو له عمره هم زیات و، خو سره له دې تاریخي نښې د سوداګریزو ودانیو لپاره له منځه وړل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here