په قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت ویلي چې دغه هېواد کې د دوی سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سوبکو سره لیدهکاته کړې ده.
دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او پولنډ ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په پولنډ کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي اسانتیاوو، د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او د پولنډ لهخوا د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

