د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه نهه افغان کډوال، هغه مهال ووژل شول چې د ایران له لارې اروپا ته په لاره وو.
پېښه د شنبې په شپه ناوخته هغه وخت رامنځته شوې، چې یو زامیاد موټر د تېلو له ټانکر سره ټکر وکړ.
د راپورونه له مخې، پېښه د نوکند ښار څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې په یوې لرې پرتې کچه سیمه کې شوې ده.
په موټر کې ټول ۲۱ کسان سپاره وو، چې له ډلې یې ۹ تنه ځای پر ځای مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، د وژل شویو جسدونه د سرحدي همغږۍ او قانوني پروسیجرونو له مخې افغانستان ته لېږدول شوي دي، او د ټپیانو درملنه روانه ده.

