د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د واورې د دروند اورښت او خرابې هوا له امله د سالنګ لویه لار د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې د هوا تر ښه کېدو پورې به پر دې لار تګ راتګ ځنډول شوی وي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېره شپه د سالنګ په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو پېښه رامنځته شوه، چې له امله یې پنځه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
راپورونه ښيي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله شوې ده.

