له ایران سره د افغانستان پولې ته څېرمه د سختې یخنۍ له امله تر اوسه د ۴۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو مړي را ایستل شوي دي.
ځایي سرچینو ویلي، یاد کډوال ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د شدیدې یخنۍ له امله کنګل شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي چې تر دې مخکې د شاوخوا ۳۰ کسانو د مړینې راپورونه خپاره شوي وو؛ خو تازه معلومات، د سرحدي سیمو څېړنې او په افغانستان او ایران کې د مرده خانو لیدنې ښيي چې د قربانیانو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.
د راپور له مخې، یو شمېر مړي د افغانستان د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.

