چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:په هلمند کې د پاکستان د قاچاقي توکو ۲۳۸ موټر...

د طالبانو حکومت:په هلمند کې د پاکستان د قاچاقي توکو ۲۳۸ موټر نیول شوي

د طالبانو حکومت وایي، چې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ اړوند د رباط او کیاخان په سیمو کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان څخه د قاچاق مخه نیولې ده.

د راپور له مخې، ټولټال ۲۳۸ موټره بې‌کیفیته درمل، کیمیاوي مواد، ډبرو سکاره، تېل، مالټې، مڼې، د ماهیانو غوښه، چاکلیټ او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي چې له پاکستانه قاچاق شوي وو، نیول شوي دي.

د ۲۱۵ عزم قول اردو ویاند صدیق الله حفاظت ویلي، د نیول شویو توکو له ډلې څخه ۱۶ موټر درمل په احتیاطي توګه وسوځول شول، تر څو د خلکو د صحت او امنیت لپاره خطر کم شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here