د طالبانو حکومت استخباراتي رسنۍ المرصاد راپور ورکړی چې د داعش «خوارجو» د خراسان څانګې د مطبوعاتو مسؤل سلطان عزیز عزام د پاکستاني رسنیو د ادعا خلاف، د داعش د داخلي اختلافاتو قرباني شوی دی.
المرصاد د خپلو سرچینو له قوله ویلي، د خراسان څانګې والي شهاب المهاجر له لوري د پخوانیو مشرقیوالو داعشیانو له ګوښه کېدو وروسته ژور اختلافات رامنځته شول او یو شمېر ناراضه غړي آیاېسآی ته وتښتېدل.
المرصاد زیاته کړې چې سلطان عزیز عزام د همدې اختلافاتو د حل په پلمه د منځګړي په توګه پاکستان ته واستول شو؛ خو هلته د پاکستاني استخباراتو له لوري د نیولو اعلان پرې وشو.
المرصاد ویلي، سلطان عزیز عزام د داعش د تبلیغاتي شبکې «العزائم» له مهمو څېرو څخه و او د داعش مرکزي رهبرۍ ته نږدې کس بلل کېده.
د المرصاد په خبره، نوموړي شاوخوا لس کاله وړاندې له داعش سره یوځای شوی و او تر هغه مخکې یې د پرځېدلي جمهوري نظام په انتخاباتي کمېسیون او رسنیو کې کار کړی و.

