چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهطاهرخان اندرابي:واشنګټن ته د پوځي مشر د سفر اوازې رد کړې

طاهرخان اندرابي:واشنګټن ته د پوځي مشر د سفر اوازې رد کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، به په نږدې راتلونکې کې متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، په اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل چې تر اوسه د دغه ډول سفر لپاره نه کوم رسمي توافق شوی او نه هم کومه طرحه موجوده ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د لوړپوړو دولتي چارواکو د بهرنیو سفرونو په اړه تل له مخکې رسمي اعلامیې خپرېږي.

اندرابي زیاته کړې: «حقیقت دا دی چې زه د پوځ د مشر د احتمالي سفر د مهال‌وېش په اړه هېڅ معلومات نه لرم. موږ باید د پاکستان د حکومت رسمي اعلان ته انتظار وباسو.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ښايي په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي او هلته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

رویټرز ویلي و، چې دا معلومات یې د دوو سرچینو له قوله ترلاسه کړي، چې یو یې د پاکستان د دفاعي ځواکونو د مشر د دفتر د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مسوولینو څخه دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د رویټرز راپور داسې انګېرنه رامنځته کړې وه چې ګواکې دا سفر حتمي او له مخکې پلان شوی دی، حال دا چې د ده په وینا، «تر دې دمه د دغه سفر لپاره هېڅ ډول توافق یا پلان موجود نه دی.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here