چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه:داعش خراسان په افغانستان کې دوه زره جنګیالي لري

ملګري ملتونه:داعش خراسان په افغانستان کې دوه زره جنګیالي لري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي چې داعش خراسان په افغانستان کې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري او د دې ډلې اساسي هدف په نړیواله کچه د پراخو بریدونو ترسره کول دي.

د راپور له مخې، د داعش خراسان مشري د افغان پښتنو په لاس کې ده، خو د دې ډلې د غړو لویه برخه د منځنۍ اسیا د هېوادونو اتباع جوړوي.

امنیت شورا ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې له شلو زیاتې نړیوالې او سیمه‌ییزې ترهګرې ډلې فعالې دي او د طالبانو هغه ادعا یې بې‌اعتباره بللې چې ګواکې په هېواد کې ترهګرې ډلې شتون نه لري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، داعش خراسان په ځینو سیمو کې د دیني مدرسو تر پوښښ لاندې د ۱۴ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د افراطي ایډیالوژۍ او انتحاري بریدونو روزنه ورکوي، چې دا چاره د نړیوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنه بلل شوې ده.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر پاکستان ګڼ بریدونه کړي، او هممهاله د پاکستان استخباراتي ادارو د داعش خراسان یو مهم غړی او ویاند، سلطان عزیز عزام، د افغانستان ـ پاکستان پر پوله نیولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here