د چمن سوداګرو نن د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر جام کمال خان سره په ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د پرلهپسې بندېدو له اقتصادي پایلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، سوداګرو ویلي چې د لارو بندېدل د مالي زیانونو، د خرابېدونکو توکو د صادراتو د ګډوډۍ او د بېکارۍ د زیاتوالي لامل شوي دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ډاډ ورکړی چې د قانوني سوداګرۍ د اسانتیا لپاره به د چمن د سوداګرې ټولنې ملاتړ کوي.

