د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل ویلي، پاکستان د ترهګرۍ ضد اقدامات تر ډېره د امنیتي اړتیاوو پر ځای په حسابشویو وختونو کې ترسره کوي او د واشنګټن او نړیوالو قدرتونو د اړیکو د مدیریت وسیله ګرځېدلې ده.
نبیل یادونه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د محمد شریفالله (جعفر) نیونه د جنرال عاصم منیر له واشنګټن سفر سره هممهاله شوې، چې تصادفي نه ده.
هغه زیاته کړې، د شریفالله امریکا ته سپارل د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ بدلون نه، بلکې واشنګټن ته د «وړاندې کېدو وړ لاسته راوړنې» برابرول وو.

نبیل ټینګار کړی چې تازه د سلطان عزیز عازم د نیولو اعلان هم په ورته دیپلوماتیکه هممهالي ترسره شوی او له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان ترهګري د سیاسي مشروعیت، مالي سرچینو او امنیتي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.

