نن د جمعې په ورځ شاوخوا د سهار په ۱۰:۰۹ بجو یوې نسبتاً قوي زلزلې د افغانستان پلازمېنه کابل ولړزاوه.
د اروپايي ـ مدیترانې زلزلهپېژندنې مرکز (EMSC) د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې کچه ۵․۷ درجې ثبت شوې ده.
د زلزلې مرکز د کندز ښار څخه شاوخوا ۶۱ کیلومتره لرې او د ځمکې په ۳۵ کیلومتره ژورتیا کې موقعیت درلود.
دا لړزه په کابل او شاوخوا سیمو کې احساس شوې، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې او مالي زیان راپورونه نه دي ورکړل شوي.

