زلاله هاشمي، چې د «ستاره افغان» د موسیقۍ له سیالۍ وروسته د افغانستان له پېژندل شوو هنرمندانو څخه وه، له څو میاشتو چوپتیا او د خلکو د اندېښنو وروسته په لومړي ځل د خپل حالت په اړه معلومات ورکړي دي.
هغې د یو پیغام له لارې ویلي چې روغه ده او له افغانستان بهر ده؛ خو د خپل اوسني استوګنځي په اړه یې څه نه دي ویلي.
هغې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دې د حالت په اړه اندېښمن وو.
نوموړې همداراز ویلي چې د مناسب وخت په رارسېدو سره به له خپلو مینهوالو سره نور معلومات هم شریک کړي.
د یادونې ده چې څه وخت مخکې د زلاله هاشمي د نادرکه کیدو راپورونه خپاره شوي وه.

