د بيبيسي د حقیقت موندنې د نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو زیاتو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شویو شمېر یې له شپږو میلیونو اوښتی دی.
راپور ښيي چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي، او همداراز په اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او منځنۍ اسیا کې هم میلیونه افغانان مېشت دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، که څه هم د کډوالو شمېر په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و؛ خو په وروستیو کلونو کې د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو له امله دا شمېر راکم شوی دی.

