ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د امام خمیني د نړیوالې جایزې د لومړي پړاو د ورکړې په مراسمو کې ګډون کړی.
دغه مراسم د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په حضور کې د دغه هېواد د سرمشریزو غونډو په تالار کې ترسره شوي.
په یادو مراسمو کې د ایران د لوړپوړو چارواکو، په تهران کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او سیاسي استازو، او همدارنګه علمي، فرهنګي او نړیوالو شخصیتونو هم ګډون کړی و.
د طالبانو د حکومت د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو مراسمو کې ګډون د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې ارزول کېږي.

