اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر، سردار احمد شکیب او د قزاقستان سفیر یرژان کسټافین په اسلام آباد کې کتلي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایز اتصال، سوداګرۍ فرصتونو او لویو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړي دي.

ښاغلي شکیب د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګډې سوداګرۍ د ګټورتیا تمه یې څرګنده کړې.
د قزاقستان سفیر بیا ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال ملاتړ کوي او د همکارۍ دوام ته ژمن دي.

