د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې ناسمې تګلارې او د کډوالۍ په اړه غلط معلومات د ټولنو ترمنځ کرکه او وېش زیاتوي.
نوموړي ویلي، چې دغه کړنې د میلیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
هغه دغه راز زیاته کړې، کډوالي که سم مدیریت نه شي، د امنیت او فرصت په لټه کې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې جبري بېځایه کېدنه په نړۍ کې لوړې کچې ته رسېدلې او افغان کډوال د کوربه هېوادونو له زیات فشار سره مخ دي.

