د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په ۱۰ میاشتو کې یې ۸ جګړې درولې او داسې جدي او کوټلی ګام یې اخیستی چې هېچا نه و کړی.
ټرمپ په واشنګټن کې د وینا پر مهال وویل، یو کال مخکې امریکا مړه وه او د ناکامۍ تر پولې رسېدلې وه؛ خو په یوه کال کې چې موږ څه ترلاسه کړي، هغه هېچا نه دي ترلاسه کړي.
هغه یو ځل بیا د پخواني ولسمشر جوبایډن پر پالیسۍ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې نور د هغه مهال پالیسي پای ته رسیدلې او د عملي کیدو وړ نه ده.
ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه ته د فاسد نظام د له منځه وړلو لپاره دروند ولسي واک (مینډېټ) ورکړل شوی او په امریکا کې یې د غیرقانوني تګ راتګ لړۍ بنده کړې ده.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ځمکې او سمندر له لارې د نشهيي توکو راوړل یې ۹۴ سلنه کم کړي دي.

