چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د فوټبال فدراسیون:محمد یوسف کارگر د فیفا د انکشافي او...

د افغانستان د فوټبال فدراسیون:محمد یوسف کارگر د فیفا د انکشافي او تخنیکي کمېټې غړی شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، محمد یوسف کارګر د فیفا د انکشافي او تخنیکي کمېټې افتخاري غړیتوب رسمي سند او کارت د یوې نړیوالې ناستې پر مهال ترلاسه کړ.

په همدې ناسته کې د فیفا مشر جیاني انفانتینو له ښاغلي کارګر سره په لیدنه کې د افغانستان د فوټسال او فوټبال وروستیو بریاوو ستاینه کړې ده.

یاد فدارسیون ویلي، چې په دې ناسته کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د فوټبال د پراختیا او تخنیکي پروګرامونو په اړه بحثونه وشول.

د یادونې ده چې محمد یوسف کارګر به تر ۲۰۲۹ کال پورې د فیفا د انکشافي او تخنیکي کمېټې غړی پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here