د هېواد مشهورې سندرغاړې اریانا سعید ویلي، چې د زلاله هاشمي د نادرکه کېدو په اړه خپرې شوې اندېښنې سمې نه وې او هغه ژوندۍ او په خوندي حالت کې ده.
د هغې په وینا، زلاله هاشمي د کورنیو ستونزو له امله له خپل مېړه سره یو ځای خوندي ځای ته تللې ده.

اریانا سعید ټینګار کړی، چې دا پېښه جنايي اړخ نه لري او له خلکو او رسنیو یې غوښتي، چې له اوازو خپرولو ډډه وکړي او د ښځو شخصي حریم ته درناوی ولري.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د سندرغاړې زلاله هاشمي د نادرکه کیدو اوازې خپرې شوې.

