د طالبانو حکومت استخباراتي رسنۍ المرصاد د رسمي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت په فیضاباد ښار شاوخوا کې نن شپه ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د چینایي وګړو پر ضد د بریدونو په تړاو یو مطلوب شکمن شخص ژوندی نیول شوی دی.
د راپور له مخې، یاد عملیات پر هغه پټنځای ترسره شوي چې شکمن کسان پکې مېشت وو او ګومان کېږي، په ګاونډي تاجکستان کې پر چینایي اتباعو د بریدونو سره تړاو لري.
امنیتي سرچینې وایي، له نیول شوي کس سره وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
المرصاد لیکلي، د ځانګړې څېړنې لومړنۍ موندنې او د نیول شوي کس ابتدایي اعترافونه ښيي، چې د یادو بریدونو د پلان جوړونه د افغانستان له خاورې بهر شوې وه.

