د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، د لارو بندېدل که څه هم له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تاوانونه لري؛ خو دا زیانونه موقتي دي.
د هغه په وینا، دغه بندیزونه کولی شي خلک کورني صنعت ته وهڅوي او په هېواد کې د صنعتي فرهنګ د ودې لامل شي.
امرخېل ټینګار کړی، چې ولس باید اوسنۍ سختۍ وزغمي، څو په راتلونکي کې دوامداره هوساینه او ځانبسیاینه ترلاسه شي.

